د برما له روهینګیا مسلمانانو سره د نړیوالو خواخوږي په زیاتېدو ده

د میانمار یا برما له روهینګیا مسلمانانو سره د نړیوالو خواخوږي په زیاتېدو ده او اکثر اسلامي هېوادونه د دې هېواد په رخین ایالت کې د دې مذهبي اقلیت په وړاندې، د تاوتریخوالي د سمدستي بندېدو غوښتنه کوي.

ایران پرون دوشنبه دا تشدد قومي تصفیه وبلله او ترکیې د جینوساید یا د ګڼې وژنې نوم ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون په خپله ټوېټر پاڼه په یوه پیغام کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه طرح تایید کړه چې وايي، دا موضوع دې د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې مطرح شي.

ظریف په دې اړه د نړیوالو چوپتیا وغندله.

د راپورونو له مخې، په تېره یوه میاشت کې نېږدې ۴ سوه روهینګیا مسلمانان د تشدد په پېښو کې وژل شوي او له ۹۰ زرو زیاتو خلکو خپل کورونه او کلي پریښي او ګاونډي بنګلدېش ته کډه شوي دي.

د میانمار حکومت د ملکي وژنو او د کورونو د سوځولو پړه، پر اسلامپالو وسله والو ډلو اچوي، خو د بشري حقونو څارونکې ډلې او روهینګیایان وايي، د برما پوځ غواړي د وژنو او کورونو د سوځولو د کمپاین په وسیله، دوی له خپلو مېنو اوباسي.