د روسیې دفاع وزارت وایي، سوریه کې دوه روسي سرتېري وژل شوي

د روسیې دفاع وزارت وايي د سوریې په ختیځ دېرالزور ولایت کې، هلته چې د روسیې پوځ د افراطي جهادي ډلو پر ضد جنګېږي، دوه تنه روسي سرتېري د داعش ډلې د هاوان په چاودنه کې وژل شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت په یوه بیان کې چې روسي رسنیو خپور کړی، ویلي دي چې یو سرتېری د هاوان د مرمۍ له چاودنې سره سم مړ شو او دوهم د سختو ټپونو له کبله، په روغتون کې ساه ورکړه.

د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د دې سرتېرو له مړینې سره په سوریه کې د وژل شویو روسي پوځیانو ټوله شمېره ۳۴ ته لوړه شوه.

روسیه د ۲۰۱۵ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې د ولسمشر بشار الاسد د حکومت په پلوۍ، د سوریې په کورنۍ جګړه کې ورګډه شوه.