د برېکس غړي د مصر، مکسیکو، تاجکستان، ټایلنډ او ګینیاو مشرانو سره ویني

په پام کې ده چې د روسیې، چین او نورو لویو پر مخ تلونکو هېوادونو مشران نن سې شنبه د چین په ساحلي ښار ژیامین کې د خپلې سرمشریزې په وروستۍ ورځ د پنځو کوچنیو پر مخ تلونکو هېوادونو له مشرانو سره وګوري.

د برېکس ډلې د پنځو غړو هېوادونو مشران به د مصر، مکسیکو، تاجکستان، ټایلنډ او ګینیاو له مشرانو سره وګوري.

دا مشران د چین له‌خوا چې د برېکس ډلې د پراخولو هڅه کوي، دې غونډې ته وربلل شوي دي.

په برېکس کې اوس‌مهال برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا غړي دي.

د پیسو د نړیوال صندوق د معلوماتو له مخې، دا پنځه هېوادونه د نړۍ څه باندې څلورمه برخه مساحت جوړوي چې د نړۍ د وګړو څه باندې ۵۰ په سلو کې ژوند په‌کې کوي او د نړۍ په سلو کې څه باندې ۲۲،۵ اقتصادي تولیدات په‌کې جوړېږي.

برېکس د لوېدیځ د مسلط نظم په وړاندې ځان ته د یو بدیل په سترګه ګوري.