ملګري ملتونه: کندز کې په یوه اوونۍ کې ۵ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي

ملګري ملتونه وايي، یوازې د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د یوې اوونۍ په لړ کې تر ۵ زره زیات کسان بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ د ادارې د راپور له مخې، د اګسټ له ۲۸مې د سپټمبر تر درېيمې په چهادرې ولسوالۍ کې ۵۲۰۰ تنه له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو پر اساس، سږ کال په ټول افغانستان کې تر اوسه تر ۲۲۳ زره زیات افغانان په خپل هېواد کې دننه بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ اداره دا هم وايي چې تېره اوونۍ د دوی همکاران په پکتیکا ولایت کې پرې نه‌ښودل شول چې د ۳۵۰ تنو بې‌ځایه شویو حال واخلي او مرسته ورورسوي.