ځایي پولیس: پر ملالې یوسفزۍ په برید کې ککړ کس کراچۍ کې وژل شوی

د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ کې پولیس چارواکي وايي، په دې ښار کې یې د عملیاتو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان ۴ غړي وژلي چې په دوی کې یوه تن په سوات کې پر ملالې یوسفزۍ په برید کې لاس درلود.

د کراچۍ ښار د پولیسو یوه مشر راو انور په دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، له څو ورځو راهیسې یې داسې معلومات تر لاسه کړي وو چې ځیني ترهګر د کراچۍ ښار قاید اباد نومې سیمه کې د ترهګریزو بریدونو پر پلانولو اخته دي.

نوموړي زیاته کړه، د دوشنبې په ورځ‌یې د تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، په دغې سیمه کې عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې له پولیسو سره په نښته کې ۴ وسله‌وال ووژل شول.

د راو انور په وینا، وژل شوي ترهګر د تحریک طالبان پاکستان د سوات څانګې غړي دي او په خبره‌یې، په وژل شویو کسانو کې یو کس خورشید د تحریک طالبان پاکستان د مشر نېږدې خپلوان دی چې په سوات کې پر ملالې یوسفزۍ په وسله‌وال برید کې هم لاس درلود.

نوموړي همدا شان وویل، وژل شوي ترهګر پر ملالې یوسفزۍ پر برید سربېره، پر امنیتي ځواکونو په بریدونو کې هم ککړ وو.

ښاغلي انور وویل:

"څلور کسان وژل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي دي، په دوی کې یو کس خورشید نومېږي چې د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل‌الله نېږدې خپلوان دی، دا پر ملالې یوسفزۍ په برید کې ملوث و او همدا شان په سوات کې پر امنیتي ځواکونو په ډېرو بریدونو کې هم ککړ و."

ملاله یوسفزۍ د خېبر پښتونخوا د سوات اوسېدونکې ده چې د ۲۰۱۲ میلادي کال د اکټوبر د میاشتې په ۹مه پرې وسله‌والو په سوات کې هغه وخت برید وکړ چې له ښوونځي کور ته پر لار وه.

په دغه برید کې هغه له خپلو دوو ټولګیوالو سره یوځای ټپي شوه چې بیا وروسته د دغه وسله‌وال برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه واخیست.

ملاله یوسفزۍ تر برید وروسته د درملنې لپاره انګلستان ته لاړه چې دا مهال له خپلې کورنۍ سره یوځای په همدغه هېواد کې اوسېږي او د ماشومانو د تعلیم په برخه کې نړیواله مبارزه کوي.

د یادونې وړ ده چې ملالې یوسفزۍ په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې د ماشومانو د تعلیم په برخه کې، د مبارزې له امله د امن نوبل نړیواله جایزه هم وګټله.

راپور: ذبیح مومند