د برېکس غړو د ترهګرۍ په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د هڅو ملاتړ وکړ

د برېکس په نوم پنځو هېوادونو چې اقتصادي قدرت‌یې په نړۍ کې مخ پر وده دی، په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې روانه جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د هڅو ملاتړ وکړ او له هېوادونو یې وغوښتل چې په سیمه کې د سخت دریځو او ترهګرو ډلو په وړاندې مبارزه کې یو موټي شي.

په هغه اعلامیه کې چې د برېکس ډلې د خپلې سرمشریزې په پای کې خپره کړې، له ټولو هېوادونو په‌کې غوښتل شوي چې د بنسټ پالنې د مخنیوي او د ترهګرو د مالي تمویل د سرچینو د وچولو په ګډون، د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې هر اړخیزه تګ لاره غوره کړي.

د چین، برازیل، هند، روسیې او جنوبي افریقا مشران چې هېوادونه‌یې په نړۍ کې د سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو په توګه د راڅرګندېدو په حال کې دي، د چین په جنوب ختیځ ښار شیامن کې د دې ډلې په نهمه کلنۍ دوه ورځنۍ سرمشریزه کې چې د یکشنبې په ورځ پیل شوې وه، راټول شوي وو.

د برېکس د سرمشریزې په وروستۍ اعلامیه کې، په کلکه په افغانستان کې ترورېستي حملې چې بې‌ګناه افغانان په‌کې وژل کېږي، غندل شوي او د دې غوښتنه شوې چې تاوتریخوالی باید سمدستي ودورل شي.

برېکس دغه‌راز په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې د هڅو او هم په دې برخه کې د مسکو او اسیا د زړه په نوم د استانبول د پروسو په ګډون، د نړیوالو له‌خوا د روانو هڅو کلک ملاتړ شوی دی.

برېکس همدا شان د سولې او امن د ټینګښت لپاره د هغو پروژو چې څو هېوادونه سره نښلوي، ملاتړ کړی او هم د ترورېزم او د مخدره موادو د ګواښ په وړندې په مبارزې تأکید شوی دی.

په اعلامیه کې د افغانستان د بیارغونې د هڅو تر څنګ، د ترورېستي ډلو په وړاندې جګړه کې، د افغان ملي اردو او امنیتي ځواکونو د هڅو ملاتړ شوی دی.

د چین، برازیل، روسیې، هند او جنوبي افریقا د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې، دغو هېوادونو، دغو مواردو ته په پام سره د سیمې امنیتي وضعیت او د طالبانو، د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش، القاعده او له هغې سره تړلو د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ، د حقاني شبکې، د لشکرطیبه، جیش محمد، د پاکستان تحریک طالبان او حزب‌التحریر ډلو له‌خوا، شخړې د اندېښنې وړ بلل شوې دي.

د اسوشیټېډ پرس اژانس د راپور له مخې، په اعلامیه کې له هېوادونو غوښتنه شوې چې د نړیوال قانون د اصولو سره سم، د دغو ډلو په وړاندې مبارزه کې یو موټی شي، خو په دې ټینګارشوی چې دا مهمه ده چې هېوادونه یو د بل په کورنیو چارو کې له مداخلې ډډه وکړي.

د اکثرو هغو ترهګرو او سخت دریځو ډلو چې نومونه‌یې د برېکس په اعلامیه کې راغلي، د راپورونو له مخې، مرکزونه‌یې په پاکستان کې فعال دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د د افغانستان او سیمې لپاره د خپلې نوې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال هم پاکستان ګرم وباله چې ورانکارو ډلو ته‌یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې او واشنګټن نور دا نه‌شي زغملی.

خو اسلام‌اباد بیا دغه تورونه رد کړي دي.

د برېکس په سرمشریزه کې د چین ولسمشر دغه‌راز د روسیې، هند، برازیل او جنوبي افریقا پر مشرانو غږ وکړ چې په نړۍ کې د سوداګرۍ او اقتصاد د یوه ازاد سېستم د ودې لپاره کار وکړي او د هېوادونو له‌خوا د کورنیو تولیداتو او سوداګرۍ د خوندي کولو په وړاندې مبارزه کې یو موټی شي.

شي جین پېنګ دغه‌راز وویل چې د برېکس د ډلې هېوادونه باید په مختلفو برخو، لکه سوداګرۍ، پانګونې، مالي سیستم او د مالي چارو په برخو کې په خپلو کې همکاري پراخه کړي.

دغې سرمشریزې ته د برېکس پلس په نوم د پنځو هېوادونو تاجکستان، مصر، کینیا، مکسیکو او ټایلنډ مشران هم وربلل شوي وو.

د برېکس پنځه غړي چې د نړۍ په سلو کې څه باندې ۴۰ نفوس لري، د نړۍ د کورنیو ناخالصو تولیداتو په سلو کې ۲۲ نیم جوړوي.