دفاع وزارت: د داعش ډلې د غړو شمېر له زرګونو، سلګونو ته راټيټ شوی

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې پر داعش وسله‌والې ډلې ځپونکې حملې دوام لري او په خبره‌یې چې د دغې ډلې د غړو شمېر دا مهال له زرګونو، سلګونو ته راښکته شوی چې له ماتې سره مخ دي.

دغه وزارت وايي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې، د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې، د ننګرهار، کونړ او د یو شمېر شمالي ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې ۱۱۷۱ وسله‌وال وژل شوي ۷۴ ټپیان او ۱۲ نور ژوندي نیول شوي دي.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د داعش ډلې په دې وژل شويو وسله‌والو کې ۲۱۸ لوی او واړه قوماندانان هم شامل دي او دغې ډلې بشپړه ماته خوړلې چې اوس د تېښتې په حال کې ده.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"زه ویلی شم، دوی چې کوم زور درلود، هغه اوس ختم شوی، شمېر يې له زرګونو، سلګونو ته راټیټ شوی، زه په دې باور یم چې دغه ډله اوس نه دلته چلښت لري او نه ورته د فعالیت زمینه برابره ده او دوی ټول له‌منځه ځي."

ښاغلی وزیري زیاتوي، داعش چې د لوړو هدفونو لپاره‌یې په افغانستان کې فعالیت پيل کړی، اوس‌یې دغه هدفونه د له‌منځه تللو په حال کې دي او د ځان د خوندي کېدو هڅې کوي.

داعش ډلې نېږدې دوه کاله وړاندې د ننګرهار په اچین، هسکې مېنې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې فعالیت پيل کړ چې د افغان ځواکونو له تند غبرګون سره مخ شول.

د راپورونو له مخې، په وروستیو کې دغې ډلې د شمالي ولایت جوزجان په یو شمېر ولسوالیو کې هم فعالیتونه پیل کړي چې د دفاع وزارت په وینا، پر ضد يې عملیات روان دي.

دغه‌شان په دې وروستیو کې یادې ډلې د ننګرهار ولایت په پچیر او اګام ولسوالۍ کې د لنډ وخت لپاره توره بوړه هم ونیوله چې افغان ځواکونو بیا ترې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوسته.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال د داعش ډلې د جنګیالیو شمېر له زرګونو، سلګونو ته راټيټ شوی او دغه ډله ورځ تر بلې د کمزورې کېدو په حال کې ده.

دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې مهم قوماندانان حافظ سعید، عبدالحسیب، شاهدالله شاهد، ګل زمان او عبدالرؤف خادم یو په بل پسې ووژل شول.

د یادونې ده چې داعش ډلې په دې وروستیو کې په افغانستان کې په ځانګړې ډول د اهل تشیع پر جوماتونو او عبادت ځایونو خپلو انتحاري حملو ته زور ورکړی چې وروستۍ هغه‌یې د کابل په خیرخانې سیمه کې د امام زمان پر جومات وه، کوم چې ۲۸ کسان په‌کې ووژل شول او تر ۵۰ زیات ټپیان شول.

افغان حکومت په داسې حال کې د داعش ډلې پر وړاندې د هر ډول بریالیو عملیاتو خبره کوي چې د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د دغې دلې په وړاندې لکه څنګه چې لازمه وه، عمیلیات نه‌دي شوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالهادي قریشي ازادي راډيو ته وویل:

"ضربه ورکړل شوې، خو هغه ډول نه‌ده کوم ډول چې لازمه وه. که سخته ضربه‌يې لیدلې وی، نو بېرته نه رازغونېدل، د امنیتي ځواکونو ترمنځ نه‌همغږي او د هوايي ځواکونو لپاره د کوردیناتو د «جي پي اېس» نه‌درلودل، لویه ستونزه ده."

ښاغلی قریشي وايي چې دا هغه لاملونه دي چې د نه‌موجودیت له امله‌یې، د ترهګرو په وړاندې پوځي عملیات ښه نتیجه نه‌ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پر داعش د خپلو حملو په لړ کې نېږدې څلور میاشتې وړاندې، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د دې ډلې په مرکزونو ستر غیر هستوي بم هم استعمال کړ چې د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د دغې ډلې لسګونه غړو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته.

راپور: اکرام‌الله اکرام