شي جین پېنګ: د برېکس غړي دې په نړیوال نظم کې لا فعاله ونډه واخلي

د چین ولسمشر د برېکس د ډلې پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې په نړۍ کې په زیاتېدونکي ډول د سوداګرۍ د خوندي کولو په وړاندې مبارزه کې یو موټي شي او د نړیوال نظم په چاره کې لا فعاله ونډه واخلي.

شي جین پېنګ دغه څرګندونې د هغو پنځو هېوادونو چې په نړۍ کې د سترو اقتصادي قدرتونو په توګه د راڅرګندېدو په حال کې دي، سرمشریزې ته چې نوموړی یې کوربه دی، وکړې.

پر دغې دوه ورځنۍ سرمشریزې د شمالي کوریا پر سر نوي کړکېچ سیوری غوړولی دی.

شي جین پېنګ د برازیل، روسیې، هند او جنوبي افریقا مشرانو ته په دغې کلنۍ غونډه کې چې د چین په جنوب ختیځ ښار شیامن کې د یکشنبې په ورځ پرانیستل شوه، وویل چې موږ دې ته اړتیا لرو چې یو داسې نړیوال نظم رامنځته کړو چې ډېر درست او عادلانه وي.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ

شي جین پېنګ زیاته کړه:

"موږ باید هڅه وکړو چې یو ازاد نړیوال اقتصاد رامنځته کړو، ازادې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړو او هغه اسانه کړو، په ګډه د نړیوالو ارزښتونو یو سیستم رامنځته کړو او داسې یوه متعادل نړیوال اقتصاد ته ورسېږو چې په نړۍ کې ټول په‌کې سره یوځای شي."

د چین ولسمشر دغه‌راز وویل چې د برېکس د ډلې هېوادونه باید په مختلفو برخو، لکه سوداګرۍ، پانګونې، مالي سیستم او د مالي چارو په برخو کې په خپلو کې همکاري پراخه کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز وکړ چې برېکس دې د فضایي څېړنې، روغتیایي خدماتو او د امنیتي معلوماتو د تبادلې په برخو کې، هم همکاري پراخه کړي.

پوتین همدارنګه د برېکس له‌خوا د انرژۍ د یوه څېړنیز مرکز د جوړولو غوښتنه هم وکړه چې د ده په وینا، د غړو ترمنځ به د انرژۍ په اړه ډیالوګ ته پراختیا ورکوي.

د چین په شیامن ښار کې دا د برېکس د ډلې نهمه کلنۍ سرمشریزه ده.

دې سرمشریزې ته تاجکستان، مصر، کینیا، مکسیکو او ټایلنډ هم چې د برېکس پلس په نوم یادېږي، وربلل شوي وو.

د برېکس پنځه غړي چې د نړۍ په سلو کې څه باندې ۴۰ نفوس لري، د نړۍ د کورنیو ناخالصه تولیداتو په سلو کې ۲۲ نیم جوړوي.