بهمن: د ریکا په غونډه کې د ښځو د سوداګریزو موادو نندارتون جوړېږي

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو یا «ریکا» په ۷مه غونډه کې د ښځینه سوداګرو سوداګریزو توکو ته د بازار موندنې په هدف یو نندارتون جوړېږي.

د اقتصاد وزرت ویاند سهراب بهمن نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغې غونډه کې دغه‌شان د نفتي موادو او ګازو، ټرانزیټ او د برېښنا د لېږد د پروژو په اړه هم د ریکا له غړو هېوادونو سره خبرې کېږي.

په پام کې ده چې د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو غونډه د ترکمنستان په کوربه‌توب د روان میلادي کال د نوامبر په ۱۴مه په عشق‌اباد کې جوړه شي.

تېر میلادي کال په کابل کې د ریکا په غونډه کې د ورېښمو د لار په بیا جوړېدو خبرې شوې وې.