مېرکل: اروپايي ټولنه کې د ترکيې د غړیتوب خبرې دې پای ته ورسېږي

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل وايي، په اروپايي ټولنه کې د ترکيې د غړیتوب په اړه خبرې اترې باید پای ته ورسېږي.

مېرمن مېرکل پرون له خپل سیاسي سیال مارتین شولتس سره په یوې ټلوېزیوني مناظره کې وویل، دا ښکاره ده چې ترکیه باید د اروپايي ټولنې غړی نه‌شي.

هغې وویل، د دې خبرو اترو د پای ته رسولو په اړه به له نورو اروپايي مشرانو سره وغږېږي.

د جرمني صدراعظمې وویل، هېڅ باور نه‌لري چې ترکیه به په اروپايي ټولنه کې شامله شي.

د برلین او انقرې ترمنځ اړیکې وروسته تر هغې بحراني شوي چې جرمني په ترکیه کې د تېر کال له ناکامې کودتا وروسته د ولسمشر اردوغان د حکومت له‌خوا د سیاسي مخالفینو ځپل وغندل.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې بحران تېره جمعه هغه مهال نور هم پراخ شو چې صدراعظمې مېرکل وویل په ترکیه کې د دوه نورو جرمنانو د نیول کېدو په اړه باید سخت عکس‌العمل څرګند شي.

ترکیې تر اوسه ۱۲ جرمن وګړي په دغه هېواد کې د سیاسي فعالیت په تور زنداني کړي دي.