د پکتیا له جاني‎خېلو بې‌ځایه شوې کورنۍ له حکومته مرستې غواړي

د پکتیا ولایت د جاني‎خېلو ولسوالۍ سلګونه بې‌ځایه شوي د افغان حکومت د زیاتې پاملرنې او مرستې غوښتنه کوي.

دوی چې په خپلو سیمو کې د پرله‎پسې سختو جګړو په سبب ګاونډي ولایت خوست ته کډه شوي دي د مرستو بهیر ورو بولي.

د جاني‎خېلو ولسوالۍ یوه بې‌ځایه شوي کډوال خیر محمد ازادي راډیو ته وویل:

"جاني‎خېلو کې جنګ دی. طالبان ښه پرېمانه راغلي دي. مالونه‌یې رانه وویشتل، پټي یې راوران کړل. موږ له مؤسساتو غواړو چې همکاري او مرستې دې راسره وکړي. له دولت غواړو چې جاني‎خېلو کې امنیت ټینګ کړي څو په ښه طریقه بېرته خپلو کورونو ته ستانه شو."

د خوست ولایت د کډوالو چارو ریاست تائیدوي چې له سلګونو ورکډه شویو کورنیو څخه‌یې تر اوسه له سلو کورنیو سره مرستې کړې دي.

جاني‎خېل ولسوالۍ په تېرو دوو میاشتو کې دوه وار د افغان پوځیانو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوه چې له امله‌یې عامو خلکو ته زیات تاوان اوښتی دی.