له برما نه ۷۳ زره مسلمانان د تاوتریخوالي له امله کډه کولو ته اړ شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي د میانمار (برما) له راخین ایالت نه درې اویا زره مسلمانان د تاوتریخوالي په سبب له خپلو سیمو نه کډه کولو ته اړ شوي دي.

په سیمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ ویاندې وایویان تان پرون یکشنبه ویلي چې دغه مسلمانان د اګسټ له ۲۵مې د پیل شوي تازه تاوتریخوالي په سبب بنګله‎دېش ته اوښتي دي.

پوځي چارواکو ویلي، د برما په دې سیمه کې په یوازې څو وروستیو ورځو کې ۴۰۰ کسان چې اکثر یې د دوی په خبره وسله‎وال مخالفین و په نښتو کې وژل شوي دي.

خو روهینګیا مسلمان کډوال وايي، امنیتي ځواکونو او بودايي راهبانو په عامو خلکو حملې کړې دي، د هغوی کورونه‌یې سوځولي او له راخینه څخه‌یې وتلو ته اړ کړي دي.

د میانمار له راخین ایالت نه درې اویا زره مسلمانان د تاوتریخوالي په سبب له خپلو سیمو نه کډه کولو ته اړ شوي دي.

په نیویارک کې مېشته د بشري حقونو څار ډلې د سټلایټ په واسطه د برما له دې لانجمنې برخې انځورونه اخیستي او په خبره‌یې په انځورونو کې ښکاري چې د روهینګیه په یوازې یوه کلي کې ۷۰۰ کورونه سوځول شوي دي.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼو فعالانو چې په برما کې د حکومت له‎خوا له روهینګیا مسلمانانو سره په تاوتریخوالي غوسه دي د میانمار له مشرې انګ سان سوچي غواړي چې د سولې نوبل جایزه بېرته وسپاري.

انګ سان سوچي له ۱۹۸۹ نه تر ۲۰۱۰ میلادي کال پورې ډېر وخت په کورني نظربند کې تېر کړل چې له همدې امله ورته د سولې نوبل جایزه هم ورکړل شوه.

روېټرز خبري اژانس په راخین ایالت کې د وروستیو لانجو په اړه د دوه ډلو خلکو متفاوت نظرونه راخیستي دي.

یوه هغه ډله محصلین دي چې د میانمار په دولت غږ کوي څو په راخین ایالت کې د لانجو د هواري په هدف جدي اقدامات وکړي او د ځايي خلکو ژوند خوندي کړي.

بله ډله بیا په اندونیزیا کې سره ټول شوي او په خبره‌یې د روهینګیه لږکیو په مسلمانانو باندې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو غږ اوچت کړی دی.

د میانمار په سوداګریزې پلازمېنې یانګون کې نېږدې سلو تنو محصلینو په وروستیو څو ورځو کې د وژل شویو خلکو په یاد شمعې روښانه کړې او له دولته‌یې د کره ګام اخیستلو غوښتنه وکړه.

یوه محصل زین لین په دې اړه وویل:

"زه له حکومته پوښتنه کوم چې ولې په کلي کې اوسېدونکو خلکو ته ارزښت نه‌قایلېږي؟ زه له حکومته غواړم چې له کوم ځنډ پرته خلک د {اورپکو} له لاسه خوندي کړي."

په برما کې پوځي چارواکي او د روهینګیه وسله‎وال دواړه یو بل د عامو خلکو په وژنې او جنایتونو تورنوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم په برما کې د وروستیو لانجو په اړه سخته اندېښنه ښودلې ده.

انتونیو ګوترس وړمه ورځ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:

"د میانمار په راخین ایالت کې د پوځي عملیاتو په لړ کې د تاوتریخوالي د راپورونو په اړه اندېښنه لرم. هلته د وضعیت د لا زیات کړکېچن کېدلو د مخنیوي، د خلکو د خوندي کولو او د بشري مرستو د رسولو جدي اړتیا ده."

د اسیا په دې لویه برخه کې د تر ټولو لوی اسلامي هېواد اندونیزیا اوسېدونکو د برما مسلمانانو د ملاتړ په پار غونډې کړې دي.

د یکشنبې په ورځ د اندونیزیا د بشري حقونو فعالانو له اندونیزیا وغوښتل چې د برما د روهینګیه لږکیو مسلمانو ډلو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.

د بشري حقونو د دغو فعالانو د غونډې ترتیبوونکې توتي الاویاح «TUTI ALAWIYAH» وویل، نه‌یوازې د مسلمانانو بلکې د هرې بلې تر ظلم لاندې ډلې د خوندیتوب لپاره باید ټول سره لاسونه ورکړي.

دی وايي:

"موږ به په میانمار کې د خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو وژنې ته لاس تر زنې نه‌کېنو. که احیاناً هلته کومه بله غیر مسلمانه ډله هم تر ظلم لاندې وی باید موږ ټول انساني ارزښتونو او عواطفو ته ژمن واوسو. موږ دا نه‌شو زغملی چې یوه ډله انسانان دې بله ډله ووژني."

په اندونیزیا کې د بخښنې سازمان اجرائیه رئیس عثمان حامد هم له اندونیزیا وغوښتل چې د میانمار د راخین ایالت د لانجې د هواري لپاره لاس په کار شي او خپل رول دې ادا کړي.

د اندونیزیا په راخین ایالت کې د روهینګیه مسلمانانو او بودایانو ترمنځ له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې لانجو او نښتو زور اخیستی او تر دې دمه څه باندې یو لک کسان د بې‌ځایه شویو کډوالو په کمپونو کې اوسېږي.

په بنګله‎دېش کې هم روهینګیه مسلمانانو ته په ورین تندي هرکلی نه‌کېږي بلکې هڅې شوې دي چې د هغوی د ورتګ مخه ونیول شي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی