ولسمشر غني: له افغانستانه د غوڅ ملاتړ د ماموریت ملاتړ زیات شوی

افغان ولسمشر وايي، د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د نوې ستراتيژۍ تر اعلان وروسته، له افغانستانه د غوڅ ملاتړ ماموريت ملاتړ زيات شوى دى.

محمد اشرف غني دا خبره نن یکشنبه په ننګرهار کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو سرتېرو، بريدملانو او افسرانو ته په وينا کې وکړه.

د جمهوري رياست مرستيال وياند نجيب ازاد، ازادۍ راډيو ته وويل، محمد اشرف غني په دې سفر کې د امنيتي ځواکونو ټپيانو ته د اختر مبارکي هم وويله.

ښاغلي ازاد وویل:

"د دغه سفر هدف د ختيځو ولايتونو د عمومي وضعيت ارزونه او له افسرانو او بريدملانو سره کتنه وه، په دې کتنه کې يې د دوى ستونزې واورېدې او بيا د ملي اردو سل بستريز روغتون ته لاړ، هلته يې د امنيتي ځواکونو ټپيانو ته د اختر مبارکي وويله“

ظاهراً ننګرهار ته د ولسمشر غني دغه سفر د لوى اختر په مناسبت کړى دى.