جاپان وایي چې شمالي کوریا شپږمه اټمي ازموینه کړې

د جنوبي کوریا پوځ وايي چې د شمالي کوریا هغې سیمې ته نېږدې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۶ درجې ټکان ثبت شو چې دا هېواد پکې اټمي ازموینه کوي.

جنوبي کوریا وايي، څېړنه کوي چې معلومه کړي ایا دا ټکان د اټمي ازموینې و که نه.

د جنوبي کوریا خبري اژانس یونهاپ د خپل هېواد د زلزلې پېژندنې د ادارې په قول وویل چې دا ټکان یا زلزله نن یکشنبه «پونګي ري» سیمې ته نېږدې وشوه او لکه چې زلزله نه وه.

تر دې پخوا په شمالي کوریا کې د اټمي ازموینو له کبله څو ځلې ځمکه ښورېدلې ده.

شمالي کوریا لږترلږه ۵ اټمي ازموینې کړې دي.

خو بل خوا جاپان وايي چې په شمالي کوریا کې ټکان د دغه هېواد له لورې شپږمه اټمي ازموینه وه.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر تارو کونو نن یکشنبه خبریالانو ته وویل:

"حکومت یې د هوا پېژندنې د ادارې د معلوماتو له څېړلو وروسته تاییدوي چې شمالي کوریا اټمي ازموینه کړې ده."

تر دې وړاندې د جاپان صدراعظم شینزو ابې وویل، د اټمي ازموینې تایید به یو مخ د نه منلو وي.