دفاع وزارت: وروستیو تهاجمي عملیاتو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي

د افغان امنیتي ځواکونو په وروستیو تهاجمي عملیاتو کې د دولت ۱۲ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۶ ژوبل دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، دا عملیات په کندهار، بلخ، ارزګان، غزني او هلمند ولایتونو کې شوي دي.

دفاع وزارت وايي، د دې عملیاتو په ترڅ کې له وسله والو څخه یوه اندازه وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.