ازاد: ولسمشر غني په ناڅاپي سفر د هېواد ختیځ ته تللی

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو څخه یوې باوري سرچينې نن یکشنبه ازادي راډيو ته وويل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په درېيمه سهار شااوخوا ۷ بجې او ۴۰ دقېقې سيلاب قول اردو ته تللی او د ختیځ زون والیانو، امنیه قوماندانانو او د ملي امنیت رئيسانو سره يې ناسته کړې ده.

د دې سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر په پام کې لري چې د اختر د مبارکۍ په پلمه دوهمه ناسته بریدملانو سره وکړي او وروسته به د سیلاب قول اردو له روغتون نه ليدنه کوي.

په دې سفر کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال مراد علي مراد په ګډون یو شمېر سلاکاران ورسره ملګرتيا کوي.

د ویلو ده چې ختیځ ته د ولسمشر تګ ته هېڅ رسنۍ نه دي دعوت شوي.