یو نوی پراختیایي بانک روسیه، چین او هند ته ۱.۴ میلیارده ډالره پور ورکوي

یو نوی پراختیایي بانک چې د روسیې، چین، هند او برازیل له خوا تأسیس شوی په پام کې لري روسیې چین او هند ته ۱.۴ میلیارده ډالره پور ورکړي.

دا بانک په ۲۰۱۴میلادي کال کې د نړیوال بانک د یوه بدیل په توګه تأسیس شو.

له یادو پیسو څخه ۴۶۰ میلیونه ډالره یې د روسیې د عدلي سیستم د کمپیوټرونو د بیارغولو، ۴۷۰ میلیونه د هند په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو سیستم د پیاوړي کېدو او پاتې نوي په چین کې د انرژۍ د سپما او د سیلابونو د کنټرول پر چارو لګول کېږي.

دا ژمنه داسې مهال اعلان شوې چې روانه اوونۍ په چین د مخ پر ودې اقتصاد لرونکو هېوادونو سرمشریزه په چین کې جوړېږي.

د بریکس په نوم دې غونډو کې به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ او د برازیل، هند او جنوبي افریقا مشران ګډون وکړي.

دغه غونډې د سېپټمبر پر څلورمه او پنځمه نېټه د چین په شیامین ښار کې ترسره کېږي.

کریملین خبر ورکړی چې د دغو غونډو په څنډو کې به د روسیې ولسمشر د چین، هند، مصر ، جنوبي افریقا، تایلنډ او مکسیکو له مشرانو سره وګوري.