دفاع وزارت پاکستان ته د امریکا د مرستو مشروط کېدل ګټور ګام بولي

د افغانستان دفاع وزارت پاکستان ته د امریکا د پوځي مرستو مشروط کېدل پرځای او د سیمې د ثبات لپاره ګټور ګام بولي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د لوی اختر په دوهمه ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې د بریا لپاره پرپاکستان فشارونه خورا مهم دي.

نوموړی زیاتوي:

"اساسي خبره دا ده هغه څوک چې له تروریستانو ملاتړ کوي که په هغوی فشار رانه‎شي او دا ورته ونه ویل شي چې له دې کاره دې لاس واخلي نو له ترورېزم سره جګړې بریالیتوب ته نه‎شي رسیدلای، په سیمه کې پاکستان د هغوی پوځیان او استخباراتي اداره یې له تروریستانو ملاتړ کوي."

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

د افغانستان دفاع وزارت له هغې وروسته دا څرګندونې کوي چې تازه د امریکا حکومت اعلان وکړ چې پر پاکستان خپلې پوځي مرستې مشروطوي.

د امریکا حکومت د دغه هېواد کانګرس ته خبر ورکړی دی چې پاکستان ته د ۱،۱ میلیارډ ډالرو پوځي مرستې قسطونه تر نامعلومې نېټې پورې ودروي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ویلي که پاکستان په خپله خاوره کې د افغاني یاغیانو د پټن ځایونو پر وړاندې اقدام ونه‎کړي واشنګټن به له پاکستان سره د مرستو د درولو ترڅنګ ان پر دغه هېواد د بندیزونو پر لګولو هم فکر وکړي.

که څه دا لومړی ځل نه‎دی چې پر پاکستان د امریکا د پوځي مرستو یو برخه بندیږي خو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ تر اعلان وروسته د پاکستان پر وړاندې دا د امریکا لومړنی اقدام دی.

تر دې وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ د اعلان پر مهال ویلي چې امریکا پاکستان ته د میلیارډونو ډالر مرستې ورکړې خو دوی هماغو ترهګرو ته چې امریکا یې پر وړاندې جنګېږي پناه ورکړه او دا چلند باید بدل شي.

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تیره ورځ د لوی اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته وویل چې افغان حکومت له پاکستان سره د موجوده ستونزو د حل لپاره هر ډول خبرو ته چمتوالی لري.

ومو غوښتل چې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو خو بریالی نه شو.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، د امریکا له وروستي اقدامه داسې ښکاري د امریکا متحده ایالات نور د پاکستان پر ژمنو باور نه‎لري.

د سیاسي چارو کارپوه ناصر شفیق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"امریکا هغه تمه چې له پاکستانه یې لرله د هغې د ترسره کېدو په اړه نور پر پاکستان باور نه‎لري او وروستی اقدام یې پاکستان ته د ګواښ په معنا دی."

د ښاغلي شفیق په خبره که څه هم پاکستان به د امریکا د فشارونوپه مقابل کې د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړي کړي او د امریکا پرضد د یوه ائتلاف د رامنځته کېدو ویره هم شته خو په ټوله کې پر پاکستان د امریکا فشار د افغانستان په ګټه تمامیدای شي.