امریکا: د داعش مشر «البغدادي« ښايي ژوندی وي

د امريکا متحدو ايالتونو يوه پوځي قوماندان پرون وويل، د اسلامي دولت ډلې يا داعش رهبر ابوبکر البغدادي ښايي ژوندى وي.

د ده په خبره بغدادي ښايي د عراق او سوريې ترمنځ فرات رود ته څېرمه په يوه دره کې پټ وي.

د داعش-ضد ائتلاف قوماندان ډګر جنرال سټيفن تاون-سېند د ټليفوني کنفرانس له لارې خبريالانو ته وويل:

"موږ هره ورځ په بغدادي پسې يو. فکر نه کوم چې دى دې وژل شوى وي."

تاون-سېند وويل، دا معلومات نه لري چې بغدادي دقيقاً چېرې دى، خو زياته يې کړه چې د ده په باور د داعش سخت دريځې ډلې دغه رهبر ښايي له نورو افراطي وسله والو سره يوځاى وروسته له هغې دې درې ته تللى وي چې داعش ډلې په موصل او تلعفر کې پر خپلو پخوانيو مرکزونو دغه راز د رقه ښار پر ځينو برخو کنټرول بايلود.

د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژل کېدو وروستي راپورونه په جون مياشت کې وروسته له هغې خپاره شول چې د روسيې پوځ وويل، هڅه کوي دا تصديق کړي چې ايا دى په سوريه کې د يوې هوايي حملې په نتيجه کې وژل شوى که څنګه؟

خو امريکايي قوماندان تاون-سېند وويل، د استخباراتي چاينلونو ځينې اشارې ښيي چې بغدادي لا هم ژوندى دى.