پاکستان وايي له امریکا سره یې په لوړه سطه اړیکې نه دي نیول شوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ تر اعلان راوروسته د امریکا او پاکستاني چارواکو ترمنځ په لوړه سطح اړیکي نه دې نیول شوي.

د دغه وزارت ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل:

"تر دې مهاله د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه سطحه اړیکې نه دې نیول شوي".

زکریا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هغه وروستۍ څرګندوني د نه منلو وړ وبللې چې وایي د افغان طالبانو مشران په پیښور او کوټي کې دي.

دغه امریکایي جنرال د افغانستان له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې امریکا د پاکستان د خلکو د قربانیو او ددغه هېواد د پوځ د مسلکیتوب درناوی کوي او دواړه هېوادونه د ترورېزم په وړاندي سخت جنګېږي، خو په پاکستان کې پټنځایونه شته او باید مبارزه ورسره وشي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا دا ادعا بې اساسه وبلله او ویې ویل چې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې د اګست پر ۲۴ نېټه په افغانستان کې د تروریستانو د پناه ځایونو له کبله اندیښنه ښودلې ده.

دی وایي له هغه ځایه د پاکستان ضد عناصر په ځانګړي ډول هند د پاکستان پر ضد عملیاتو ته دوام ورکوي.