استازی: چین د کابل او اسلام اباد د اړیکو ښه کولو کې رغنده رول لرلی شي

ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره.

د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي وړاندیز کړی چې هېواد یې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکو په ښه کولو کې رغنده رول لرلی شي.

دغه چینایې مشر چې د افغانستان لپاره د امریکا د نوي ستراتیژۍ تر اعلان وروسته یې د لومړي ځل لپاره له افغان ولسمشر او د ملي امنیت له سلاکار سره ولیدل، له افغانستان سره یې د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د افغانستان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره ولیدل او په سیمه کې یې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې د چین د هڅو ستاینه وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې راغلي چې دینګ شیجون د افغانستان ولسمشر او خلکو ته د لوی اختر د مبارکۍ تر څنګ ډاډ ورکړ چې هېواد به یې په بېلابېلو برخو لکه د وریښمو لاري په اوږدو کې د راکړي ورکړې او د اوسپني د پټلي د جوړیدو په ګډون د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکړي.

دغه راز ښاغلي دینګ د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره هم د لیدو پر مهال د سیمه ییزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د ملي امنیت شورا لخوا په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي شیجون د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکو د ښه کېدو اړتیا ته په اشارې وویل چې چین چمتو دی د دواړو لورو ترمنځ اړیکو په پراختیا کې رغنده رول ولوبوي.

پیکنګ د افغانستان لپاره د امریکا د نوي ستراتیژۍ تر اعلان وروسته چې په هغه کې پاکستان تروریستانو ته په پناه ورکولو تورن شوی وو ، تر ډېره د خپل متحد اسلام اباد تر څنګ ودرید.

چین ویلي وو چې نړۍ باید د ترورېزم په وړاندي مبارزه کې د پاکستان هڅې ومني.

بل خوا د سیاسي چارو افغان کارپوهان په دې باور دي چې د امریکا د موقف په جدي کېدو سره ښایي چین هم د منځګړیتوب په برخه کې خپلې هلې ځلې ډېري کړي، ځکه د دوی په خبره چین نه غواړي خپل متحد په انزوا کې ووینې.

د حقوق او سیاسي علومو استاد ودیر صاپي ازادي راډیو ته وویل چې چین په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ په برخه کې د افغانستان ستراتیژیک اهمیت هم له پامه نشي غورځولی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي د کابل تر سفر دمخه له پاکستاني چارواکو سره هم لیدلي دي او د افغانستان د سولي او ثبات په اړه یې خبري کړي دي.

چین د افغانستان د سولې لپاره په څلور اړخیزو غونډو کې هم برخه درلوده.

په هغو غونډو کې افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ښکېل وو او څو میاشتې وړاندې دا لړۍ بنده شوه.