د ارزګان اوسېدونکي وايي دغه ولایت کې د څارویو بیې لوړې شوي

د ارزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د نورو وختونو په پرتله د څارویو بيې لوړې شوي او په خبره يې چې یوه غریبه کورنۍ نشي کولای چې د زیاتې غوښې لرونکي څاروي وپیري او قرباني يې کړي.

یادو کسانو د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرو کې له دولت څخه غوښتنه وکړل چې دغلته دي د څارویو بيې کنټرول کړي او نرخ نامه دي ورته وټاکي.

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته داسې وویل:

"شریف الله ــ زه د ترینکوټ ښار ته په دې موخه راغلی یم چې د قربانۍ لپاره څاروي واخلم،خو هغه زیات قمیت دي نشم کولای چې زیات غوښ لرونکي څاروی رانیسم، نو اوس مجبوره یم چې یو کوچني څاروی وپیرم."

"نوراحمد ـ موږ په ۷تنو یو دانه غوايی پیرو ځکه یوازي زما وس نه په رسېدی زیات قمیت دی."

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د ښاروالۍ ریاست چارواکي هم دا مني چې دغلته د څارویو بيې لوړې شوي خو وايي چې لوی لامل يې ناامني ده.

د یادونې وړده چې د دغه ولایت څه باندې ۸۰ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي خو د مسؤلینو په خبره دې وروستیو جګړو ترې هر څه اخیستي او مالداري اوزاعت يي ځپل شوي.