وقاد: طالبان دې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي دا يې عزت او خپلواکي ده

د افغانستان د سولې عالي شورا د تېر په څېر بیا د اختر په مناسب په خپل پیغام کې پر وسله‎والو مخالفینو په ځانګړي ډول پر طالبانو غږ کړی چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

د دغې شورا غړي قاضي محمد امین وقاد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د لوی اختر په مناسبت خپل دا پیغام په جدي ډول مطرح کوو.

د سولې شورا غړی قاضي محمد امین وقاد

دی وايي:

"طالبان دې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي، دا د دوی عزت او خپلواکي ده، افغان حکومت او ملت به دوی وپالي، د سر په سترګو به ورته هرکلی ووایي، د اختر په ورځو کې په ډېر جدي ډول د سولې پیغام مطرح کوو او له دوی «طالبانو» غوښتنه کوو چې دغه پیغام ته مثبت ځواب ووايي."

بل‎خوا د وسله‎والو طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې په افغانستان کې د سولې په وړاندې تر ټوبو لوی خنډ د بهرنیو ځواکونو موجودیت ګڼلی دی.

په پیغام کې راغلي چې طالبانو له همدې امله خپل سیاسي دفتر ته د سوله‎ییز حل لارې د موندلو دنده سپارلې ده.

د یادونې ده چې د وسله‎والو طالبانو پخوانیو اختریزو پیغامو ته په کتو د سږني لوی اختر په مناسبت خپور کړي پیغام یو څه نرم او هر اړخېز دی.

په دغه پیغام کې طالبانو له خپلو افرادو غوښتي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ډېره هڅه وکړي او دغه شان له سوداګرو او پانګه‎وال هم غوښتل شوي چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې پانګونه وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي، لویې شخړې کله هم په جګړو نه‎دي حل شوې او تجربو ثابته کړې چې د هر ستونزې حل په سوله کې دی.

د دغې جرګې غړی صالح محمد صالح له ازادي راډیو سره په خبرو کې په افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو، دواړو غږ وکړ چې د سولې خبرې پيل کړي.

دی وايي:

"له وسله‎والو طالبانو مو غوښتنه دا ده چې د جګړې په ځای د سولې د خبرو لاره خپله کړي، دا به د افغانستان د راتلونکي لپاره یو ښه زیری وي، له دولت نه مو هم غوښتنه دا ده چې د سولې لپاره لاس په کار شي. "

د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح وايي، د لوی اختر په مناسبت د وسله‎والو طالبانو اختریز پیغام ته په کتو، دوی پوه شوي چې جګړه نه‎شي ګټلی او په دې ډول پیغامونو سره ځان د سولې خبرو ته چمتو کوي.

دا لومړی ځل نه‎دی چې طالبانو ته په اختر او یا ورته نورو مناسبتونو کې د سولې پیغام ورکول کېږي، بلکې تر دې پخوا هم افغان حکومت په وار- وار له وسله‎والو مخالفینو په ځانګړي ډول طالبانو غوښتي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږي، خو طالبانو دا غوښتنې رد کړې دي.

په دې وروستیو کې امریکا د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه، په دغه ستراتېژۍ کې د ترهګرو له ملاتړ کوونکو هم غوښتل شوې چې د یادو ډلو سره له مرستې او همکارۍ لاس واخلي.

راپور: رحمت الله افغان