د افغانستان د ملي امنیت شورا د اسوشیټېډ راپورونه رد کړل

د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه راپورونه ردوي چې د دغې ادارې او طالبانو ترمنځ د ځانګړو تماسونو په اړه خپاره شوې وو.

د دغې شورا ویاند قادرشاه نن ازادي راډیو ته وویل چې د سولې هر ډول خبرې د سولې عالي شورا له‎خوا پرمخ وړل کېږي.

دی وايي:

"د ملي امنیت شورا د اسوشیټېډ پرس هغه راپور چې په ځانګړي ډول د دغې ادارې او طالبانو ډلو ترمنځ د خبرو په اړه یې خپور کړی، بې اساسه بولي او ردوي یې. "

قادر شاه وایي، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا په دې برخه کې د افغانستان د سولې د عالي شورا ملاتړ کوي.

اسوشیټېډ پرس خبري آژانس تیره ورځ د یو شمېر افغان امنیتي چارواکو په حواله چې نومونه ‌يې پټ ساتل شوي ویلي، د افغانستان د ملي امنیت د ادارې مشر تقریباً هره ورځ او د امنیت شورا سلاکار هره دوهمه میاشت له طالبانو سره د افغانستان د اساسي قانون او انتخاباتو په باب خبرې کوي.

اسوشیټېډ پرس زیاتوي د دواړو خواو ترمنځ د خبرو اترو او کتنو اسناد يې لیدلي دي.

د افغان امنیتي چارواکو په حواله وايي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هر دوهمه میاشت د قطر په مرکز دوحه کې له طالب مشرانو سره ویني.