غني: م.م دې د پاکستان د راکټي بریدونو په اړه جدي اقدام وکړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په جدي ډول له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان پر خاورې د پاکستان له لوري د راکټي بریدونو د مخنیوي په هدف جدي اقدام وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد نن ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني دا غوښتنه تېر ماښام په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازي سره د لیدو پرمهال وکړه:

"د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي وغوښتل شول چې هغوی د دې ستونزو په هواري کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي. د دې ستونزو وجه په ټولیز او خصوصي ډول د دغې کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري راکټي بریدونه دي."

ښاغلی ازاد وایي، په دې لیدنه کې د ډیورنډ کرښې دواړو لورو ته پر موجودو ستونزو هم خبرې شوي دي.

دا غوښتنه داسې مهال مطرح شوې چې د پاکستان پوځیان له څو کلونو راپه دې خوا د افغانستان پر سرحدي سیمو راکټي بریدونه کوي.