د تاجکستان ولسمشر د بریکس سرمشریزه کې د ګډون لپاره چین ته لاړ

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د بریکس په نوم سرمشریزي کې د ګډون په هدف چین ته ولاړ.

له ښاغلي رحمان سره په دې سفر کې د هغه هېواد د کابیني غړي ملګري دي.

دا سفر به د سېپټمبر تر پنځمې نېټې پورې پای ته ورسېږي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د سېپټمبر له درېيمې تر پنځمې نېټې پورې په شیامین ښار کې د بریکس د غونډې کوربه دی.

چینایي رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر شي د تاجکستان ولسمشر ته بلنه ورکړې چې په دې غونډو کې ګډون وکړي.

په دغه سرمشریزه کې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا ګډون لري.