کندز چارواکي: د اختر د را رسېدو لپاره سخت امنیتي تدابېر نیول شوي

د کندز سیمه ییز چارواکي د لوی اختر د را رسېدو په خاطر د جدې امنیتي تدابېرو د نیول کېدو خبر ورکوي او وايي چې له څو ورځو راهیسې د افغان ګډو ځواکونو د کندز ښار په بېلابېلو سیمو کې کلک امنیتي تدابېر نېولي، څو خلک وکولای شي، د لوی اختر شپې او ورځي په خوشحالۍ سره ولمانځي.

په کندز کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون عمومي قوماندان جنرال خلیل الله ضیايي، د شمال ختیځو ولایتونو خلکو ته او په خاصه توګه، د کندز خلکو ته ډاډ ورکوي چې د افغان ګډو ځواکونو د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې، د لوی اختر د را رسېدو په خاطر شدید امنیتي تدابېر نیولي، څو د کندز خلک په یوه ارامه فضا کې، د لوی اختر خوښۍ ولمانځي.

کندز کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون عمومي قوماندان خلیل الله ضیايي

ښاغلي ضیایي زیاته کړه:

"زه د کندز همدارنګه د شمال ختیځو ولایتونو خلکو ته ډاډ ورکوم چې امنیتي ځواکونو د لوی اختر د را رسېدو په خاطر، جدې امنیتي تدابیر نیولي، څو زموږ خلک په یوه ارامه فضا کې د لوی اختر شپې او ورځې ولمانځي."

ښاغلي ضیایي د کندز له اوسېدونکو غواړي چې د ښه او ټينګ امنیت په خاطر، له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي، څو په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو ټول پلانونه شنډ شي.

په ورته وخت کې د کندز خلک هم خوښ دي چې افغان ګډو ځواکونو د لوی اختر د را رسېدو په هدف، د امنیت په برخه کې خپلې هڅې نورې هم کړندۍ کړې دي.

د کندز ښار یوه تن اوسېدونکي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ ډېر خوشحاله یوو چې د افغان ګډو امنیتي ځواکونو د کندز د ښار په بېلابېلو سیمو کې د لوی اختر را رسېدو په خاطر، شدید امنیتي تدابیر نیولي او ان شاالله سږ کال به موږ خوشحاله اختر ولرو."

بل خوا، په دې ولایت کې افغان امنیتي ځواکونه هم د کندز اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې دوی د لوی اختر لپاره کلک امنیتي تدابېر نیولي دي.

د افغان ځواکونو یوه تن سرتېرې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه اکبرخان یم، موږ د کندز ښار په ګوټ ګوټ کې کلک امنیتي تدابیر نیولي او موږ دښمن ته اجازه نه ورکوو چې د اختر په شپو او ورځو کې، زموږ د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي."

د کندز سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې د دې ولایت خلکو ته د شدیدو امنیتي تدابېرو د نيول کېدو خبر ورکوي چې په تېرو دوو اخترو کې وسله والو مخالفینو پر کندز ښار خپل برېدونهپیل کړي وو چې له کبله یې کندزیانو ونشو کړای، څو د اختر شپې او ورځې په خوشحالۍ سره و لمانځي، خو لا هم د تېرو دوو لویو اخترونو منفې تاثیرات، د کندزیانو په ذهنونو کې ژوندي دي.

راپور: اجمل ارین