یو شمېر دیني عالمان: د تکراري حجونو پرځای دې عام المنفعه کارونه وشي

د حج د فریضې ادا کول د هر مسلمان هیله او ارمان دی خو ډېری داسې کسان شته چې دغه ارمان ته ځکه نه دي رسیدلي چې نورو څو ځله حجونه کړي او دوی ته چانس نه دی ورکړل شوی.

دا چې د افغانستان مطلق اکثریت وګړي مسلمانان دي نو د حج د فریضې د ادا کولو لپاره هم لېوالتیا زیاته ده.

یو شمېر دیني عالمان او د پوهنتون استادان وايي، تکراري حجونه فرض نه دي نو ښه ده چې پرځای په دغه برخه کې مصرف کېدونکې پیسې د ټولنې د خیر ښیګڼې لپاره ولګول شي.

دیني عالم او د مشرانو جرګې د دیني چارو سلاکار سمیع الله ریحان وايي:

"حج په ټول عمر کې یو ځل فرض دی، بار بار حجونو ته تلل نفلي حجونو ته تلل دا ضرور نه‎دي هماغه یو فرضي حج چې سړی وکړي هغه باید وساتي نو د تکراري حجونو پیسې که څوک په غریبانو، فقیرانو باندې ووېشي دې کې ډېر ثواب دی. هغه څوک چې پیسې لري او یا له نورو لارو څخه‌یې پیدا کړې دي غواړي هر کال حج ته لاړ شي نو د دوی ثواب نه‌کېږي بلکې دوی په عذاب اخته کېږي ځکه چې دلته د فقر لاسنیوی فرض او هلته حج نفلي دی نو نفل مهم بلکې د بې‌وزلو او نادارو خلکو لاسنیوی ډېر مهم دی."

دا چې سعودي عربستان هر هېواد ته د هغه هېواد د نفوسو په تناسب حج ته د ورتګ لپاره سهمیه ورکوي، نو یوه ستونزه دا هم ده چې د تکراري حجونو له کبله په ځینو مواردو کې هغوی ته هم کم چانس په لاس ورځي چې غواړي د لومړي ځل لپاره حج ته ولاړ شي.

د زابل ولایت یو اوسېدنکی عبدالله وايي، درې کاله کېږي چې حج ته د تګ لپاره‌یې د خپلې مور په خاطر نوم لیکنه کړې، خو تر اوسه‌یې د مور دغه ارمان نه‎دی پوره شوی.

عبدالله وايي، دا چې راتلونکی کال به د ده فرصت ورکړل شي چې خپله مور حج ته یوسي او که نه؟ خو بیا هم له هیله‌مندۍ پرته بله چار نه‌لري.

دی وايي:

"درې کاله کېږي چې د مور لپاره مې د حج د تګ داخله کړې ده او دا چې زموږ نوبت نه‌رارسېږي علت‌یې دا دی چې حاجیان غواړي په مکرر ډول حج ته لاړ شي."

د فرشتې په نوم د کابل ښار یوه اوسېدونکې وايي چې د کور په څنګ کې یې یوه کس چې دنګه ودانۍ جوړه کړه او ښې پیسې لري، د دې پر ځای چې خپلو ګاونډیو ته‌یې خیر ورسېږي هر کال حج ته ځي.

نوموړی وايي، په داسې حال کې چې دوی د اختر لپاره هېڅ چمتووالی نه‎دی نیولی او نه هم پیسې لري چې څه پرې واخلي، خو ګاونډی یې د څووم ځل لپاره حج ته تللی دی.

نوموړې وايي:

"نه اوړه لرو او نه غوړي او نه د اختر جامې او قرباني خو لا پرېږده، دوی چې هر کال حج ته ځي او اوس تللي دي کاشکې یې پیسې موږ ته راکړې وی چې اختر مو په خوښۍ تېر کړی وی."

د بغلان ولایت اوسېدونکی نجیب‌الله بغلانی بیا وايي چې د خپل کلي جومات‌یې وران پروت دی، خو څو کلیوال‌یې څو ځلې نفلي حجونو ته تللي دي.

نوموړی وايي، که څه هم په وار-وار یې له هغو کلیوالو چې د جومات جوړولو پر ځای نفلي حج ته لومړیتوب ورکوي غوښتي چې له جومات سره مرسته وکړي، خو په خبره‌یې غوږ نه‎دی ګرولی.

دی وايي:

"د کلي جومات نیم کاره دی. خلک پیسې نه‎لري چې هغه جوړ کړي، خو داسې کسان شته چې څو ځلې نفلي حجونو ته ځي او یا هم په کلي کې داسې کورنۍ شته چې د خوراک ډوډۍ نه‎لري، خو ځيني په زرګونه ډالر مصرفوي او نفلي حجونو ته ځي."

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت بیا وايي، د قانون له مخې تکراري حجونه بند دي او سعودي عربستان هم په دې برخه کې جدي دی.

د دغه وزارت سلاکار او د البیروني پوهنتون استاد کرامت‌الله صدیق که څه هم په دې اړه زیات جزئیات ورنه‎کړل چې څنګه د تکراري حجونو مخه نیسي، خو وايي دا کار غیر قانوني دی.

دی وايي:

"د حج قانون او طرزالعمل پاس شوی او هغه نافذ دی په هغه کې تکراري حج بند شوی او موږ او تاسو چې په هره ټولنه کې ژوند کوو باید قانونمند واوسو."

د رسمي شمېرو له مخې د افغانستان ۴۰ سلنه وګړي د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي چې دیني عالمان وايي، که شتمن د تکراري حجونو د مخنیوي تر څنګ د زکات فریضه هم ادا کړي، نو لیرې نه‎ده چې په افغانستان کې فقر له‎منځه ولاړ شي او په ټولنه کې عدالت تأمین شي.

راپور: محمد حدیث پردېس