کابل چارواکي: د اختر د لمانځلو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

امنیتي چارواکي د اختر د رارسېدو په مناسبت، په کابل ښار کې د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکوي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ سرپرست سالم احساس نن سې شنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د اختر د مراسمو لپاره د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او خلک کولای شي چې په ارامه زړه د اختر خوښۍ ولمانځي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار په دې وروستیو ورځو کې د څو چاودنو او انتحاري حملو شاهد و.

د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د کابل بانک څانګې ته مخامخ هم نن سې شنبه سهار یوه انتحاري حمله وشوه چې د امنیتي چارواکو په وینا پنځه تنه په‌کې وژل شوي او ۹ ټپیان دي.

د یادې حملې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی دی.