فریډم هاوس: نړیواله ټولنه باید څینې مثبت بدلونونه تائید کړي

د بشري حقونو یوه څارونکې ډله چې په امریکا کې مېشته ده، وايي نړیواله ټولنه باید هغه مثبت بدلونونه تائید کړي چې په ازبکستان کې د ولسمشر شوکت میرضیایف له واک ته رسېدو وروسته راغلي دي.

واشنګټن مېشتې فریډم هاوس ډلې په یوه راپور کې چې پرون دوشنبه‌یې خپور کړ، ویلي چې میرضیایف په نېږدې یو کال کې د ازبکستان د ۳۰ میلیوني ملت د ازادیو لپاره ځیني ګامونه اخیستي دي.

میرضیایف د ۲۰۱۶ میلادي کال په سپټمبر کې د پخواني مستبد ولسمشر اسلام کریموف له مړینې وروسته واک ته ورسېد.

فریډم هاوس په عین حال کې ویلي چې ځینې ازادۍ لکه رسنیو ته د دې اجازه ورکول چې د کریموف د دورې پر چارو انتقادي راپورونه جوړ کړي، ممکن تر ډېره په دې خاطر نه‌وي چې رسنیو ته ازادي ورکړي بلکې ښايي د دې لپاره وي چې د میرضیایف واک نور هم ټینګ شي.