د کندز چارواکي: په چهاردرې ولسوالۍ کې ۱۵ وسله‌وال مخالفین وژل شوي

د کندز ولايت امنيتي چارواکي وايي، په چهاردرې ولسوالۍ کې د دولت ١٥ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

په کندز کې د پامير د شلمې فرقې وياند غلام حضرت کريمي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل چې دغه ١٥ وسله‌وال د افغان ګډو ځواکونو په پوځي عملياتو کې وژل شوي او ٨ نور ټپيان شوي دي.

ښاغلى کريمي وايي، دغه پوځي عمليات د دولت د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو په هدف له دوو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې روان دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.