عباسي: د افغانستان لپاره د امریکا ستراتېژي به ناکامه شي

د پاکستان صدراعظم وايي، د افغانستان لپاره د امریکا ستراتېژي به ناکامه شي.

شاهد خاقان عباسي پرون یکشنبه له بلومبرګ خبري اژانس سره په مرکه کې وویل موږ له لومړۍ ورځې وايو چې په افغانستان کې پوځي تګلاره بریالۍ نه‌ده او په راتلونکي کې به هم کامیابه نه‌شي.

خاقان عباسي وویل، د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید چې سیاسي حل لاره ولټول شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روانې اګسټ میاشتې په ۲۱مه نېټه د افغانستان لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړه.

ټرمپ پاکستان ته خبرداری ورکړ چې ترورېستانو ته د پناه ځایونو له ورکولو لاس واخلي.

د دې ستراتېژۍ له مخې چې ولسمشر ترمپ او امریکايي مقامات وايي، پر مهالوېش نه بلکې په کامیابۍ به متمرکزه وي، شااوخوا څلور زره اضافي سرتېري افغانستان ته استول کېږي.