فقیري: په کندز کې د انګورو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

سږکال په کندز کې د انګور په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د کندز د کرنې ریاست چارواکي وایي، د پسرلي په موسم کې ښه هوا همداراز په خپل وخت سره د نباتي افتونو مخنیوی د دې سبب شوی چې سږکال د انګورو په حاصلاتو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راشي.

د کندز د کرنې ریاست د زراعتي چارو امر عبدالبصیر فقیري له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال وویل چې په دې ولایت کې په څه باندې ۱۴۰۰ هکتاره ځمکه کې باغونه شته چې له دې شمېر څخه په څه باندې ۵۰۰ هکتاره ځمکې کې د انګورو باغونه موجود دي.

نوموړي زیاته کړه:

"سږ کال اب او هوا ښه وه او موسمې بارانونه هم به وخت سره و اورېدل همدارنګه کوم افتونه چې موجود وو، د کرنې ریاست د مدیریت حفاظت له خوا کله چې بڼوالو مراجعه کړی ده ورته یې به وړیا توګه دوا هم وېشلي وه، بڼوالو د خپل د انګور تاکونو باندې یې په وخت سر دوا هم پاشلي وه چې له همدې وجه هم د انګور په حاصلاتو کې ډېروالي راغلی."

د ښاغلي فقیري په وینا چې له یو جریب ځمکه څخه څه باندې ۱۶۰ منه انګور ترلاسه کېږي چې دامهال ۷ کېلو انګور په بازار کې په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د کرنې ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخي، د انګورو باغونه د دې ولایت مرکز برسیره په شپږو ولسوالیو کې په خاصه توګه په علي اباد، خان اباد او چهار درې کې د انګورو ډېر باغونه شته او دغه باغونه د کرنې وزارت له خوا په پرمخ تللي سیسټم کېنول شوي دي.