چارواکي: په هلمند کې ۲۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي

په هلمند کې ۴۰ وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولایت د ۲۱۵ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال بريدمل نواب ځدراڼ وايي تېره شپه د لښکرګاه ښار په بولان سيمه کې د افغان هوايي ځواکونو په بريدونو کې ۶ وسله‌وال وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

ځدراڼ وایي، په یادو عملیاتو کې يوه عراده سراچه موټر ويجاړ شوی دی.

د ده په وینا دغه‌راز په ناوې ولسوالۍ کې هم د روانو عملیاتو په ترڅ کې تېره
شپه ۷ وسله‌وال طالبان د ايساف او افغان هوايي او ځمکني بريدونو کې وژل
شوي دي چې درې ميله وسلې او يوه اندازه جنګي مهمات ترې نيول شوي دي.

ځدراڼ وويل په ناوې ولسوالۍ کې نېږدې يوه اوونۍ هاخوا عمليات پيل شوي وو چې اوس‌مهال ولسوالۍ په بشپړه توګه د دولت له وسله‌والو مخالفینو څخه تصفيه شوې ده.

بل‌خوا د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان وايي، تېره شپه
د لښکرګاه او کندهار لویې لارې په شااوخوا کې پوليسو عمليات کړي چې پر مهال‌يې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.