جوزجان چارواکي: د داعش ۴ ازبک غړي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي

د جوزجان سیمه ییز چارواکي ادعا کوي چې د داعش ډلې څلور تنه ازبک غړي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د جوزجان د قوش تېپې ولسوال امین الله امین نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د چاودنې پر مهال دغه کسان په یوه کور کې د ماین په جوړولو بوخت وو.

ښاغلی امین تاییدوي چې داعش ډله د قوش تېپې په چقمه چقور کلي کې مرکز لري او له همدې ځایه د افغان ځواکونو پر وړاندې عملیات تنظیموي.