پاکستان کې د سرشمېرنې پایلې ددې هېواد نفوس تر ۲۰۷ میلیونو زیات ښيي

په پاکستان کې په روان ۲۰۱۷میلادي کال کې د ترسره شوې سرشمېرنې لومړنۍ پایلې اعلان شوي چې له مخې یې ددغه هېواد نفوس له ۲۰۷ میلیونو وګړیو ډېر شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه لومړنۍ پایلې ښيي چې په تېرو ۱۹ کلونو کې د پاکستان نفوس ۷۵ میلیونه ډېر شوی دی.

د پاکستان د نفوس شمېرنې مرکزي ادارې د جمعې په ورځ په خپل رپوټ کې د پاکستان ټولټال نفوس ۲۰۷ میلیونه ۷ سوه ۴ اویا زره کسان بللی دی.

د نوې سرشمېرنې لومړنیو پایلو له مخې، په پاکستان کې د ښځو او نارینه ووشمېر نېږدې یو برابر دی، خو د ښځو په پرتله د نارینه وو شمېر یوازې۵۱ سوه زره ډېر ښودل شوی دی.

د پاکستان د تاریخ د ۶مې سرشمېرنې رپوټ ښيي چې د ډېر نفوس له پلوه د نورو صوبو په پرتله د پنجاب صوبې نفوس تر ټولو ډېر دی چې د ټول هېواد د نفوس له نیمايي ډېره برخه،۱۱۰ میلیونه وګړي پکې اوسېږي.

د نفوس له پلوه سند دویمه لویه صوبه ده چې د خلکو شمېر یې څه کم ۵۰ میلیونه دی.

همداشان د خیبر پښتونخوا صوبې د نفوس شمېر څه باندې ۳۰ میلیونه او د تر ټولو سترې صوبې بلوچستان نفوس د نورو ۳ صوبو په پرتله لږ او یوازې څه باندې ۱۲ میلیونه ښودل شوی دی.

د دغه سر شمېرنې د لومړنیو پایلو له مخې، د قبایلي سیمو د ټولټال اوسېدونکو شمېر ۵ میلیونه او د پلازمنې اسلام اباد د وګړیو شمېر له ۲ میلیونو ډېر ښودل شوی دی.

د پاکستان حکومت په دغه سرشمېرنه کې د لومړي ځل لپاره په دې هېواد کې د مېشتو نرښځو شمېر ښودلی چې له مخې یې په پاکستان کې د نرښځو ټولټال شمېر ۱۰ زره ۴۱۸ښودل شوی چې له دغې ډلې په پنجاب صوبه کې تر ټولو زیات ۶زره ۷۰۹، په سند کې ۲ زره ۵۲۷، په خیبر پښتونخوا کې ۹۱۳ ، په بلوچستان صوبه کې ۱۰۹ او په اسلام اباد کې ۱۳۳ نرښځي اوسېږي.

په پاکستان کې تر ۱۹ کالو وروسته ددې هېواد د ۶مه سرشمېرنه د روان کال د مارچ په ۱۵مه نېټه پیل شوې وه چې په دوو پړاوونو کې ترسره شوه او سخت امنیتي تدابیر ورته نیول شوي و.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې تر دغې سرشمېرنې مخکې په وروستي ځل په ۱۹۹۸میلادي کال کې سرشمېرنه ترسره شوې وه.

رپوټ: ذبیح مومند