کابل کې پر جومات د حملې په اړه د لوېدیځو ورځپاڼو تبصرې

د لوېدیځ ګڼو چاپي خپرونو په کابل کې د قلعه نجارا په سیمه کې د پروني برید مسئله څېړلې ده.

ډیلي میل ورځپاڼه لیکي، دا حمله د جمعې د لمانځه پر مهال په دې نیت شوې ده چې په افغانستان کې د شیعه او سني ترمنځ اختلافات پیدا شي.

د ورځپاڼې په باور وسله والو طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې جګړو ته زور ورکړی دی او داعش ډلې بیا هڅې پیل کړې دي چې فرقه اي شخړې رامنځته کړي.

نیویارک پوسټ:

نیویارک پوسټ ورځپاڼه د دې برید په اړه لیکي چې د شیعه و پر غونډو او عبادتځایونو چې مخکې کومې حملې شوې دي د ټولو مسؤلیت داعش منلی دی.

د روانې میلادي میاشت په پیل کې ځان وژونکو د هرات په ښار کې د شیعه و پرجومات حمله وکړه۳۳ لمونځ غاړي یې ووژل او ۶۶ نور یې ټپیان کړل.

په کابل کې بیا تېر میلادي کال د شیعه و پر لاریون دوې چاودنې وشوې چې ۸۵ تنه یې ووژل او تر ۴۰۰ ډير یې ټپیان کړل.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د پرونۍ حملې خبرې اړخ رااخیستی دی او لیکي چې د امام زمان پر جومات برید کوونکو د حملې پر مهال د پولیسو یونیفورم په تن وو.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کابل د برید په اړه د طالبانو د ویاند خبرې رااخیستې دي چې ویلي یې دي دوی دا حمله نه ده کړې.

اینډپنډنټ:

اینډپنډنټ ورځپاڼې د داعش د ویبسایټ اعماق په وینا خبر ورکړی دی چې د کابل حمله داعش کړې ده.

نیوزویک:

نیوزویک مجلې بیا په افغانستان کې د داعش په اړه مقاله خپره کړې ده.

دغې خپرونې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په وینا لیکلي دي چې داعش ډله به په افغانستان کې له منځه ولاړه شي.

جنرال نېکلسن چې په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژي تر اعلان وروسته غږېده دا خبره هم وکړه چې یوازې داعش نه، طالبان او القاعده به هم له ماتې سره مخامخ شي.

نیوزویک مجله لیکي، داعش چې په ننګرهار کې فعاله دی، په عراق او سوریه کې تر ماتې وروسته په افغانستان کې د یو شمېر لویو بریدونو مسؤلیت منلی دی.

د خپرونې په باور داعش چې په افغانستان کې د خراسان د اسلامي دولت په نوم پېژندل کېږي د ننګرهار ترڅنګ په جوزجان، فاریاب، بدخشان، غور او بادغیس کې فعاله دی.

نیوزویک په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان خبرې اقتباس کړې دي چې وایي، داعش به په افغانستان کې یو مخ ماتې وخوري او د امریکا ولسمشر د افغانستان او جنوب اسیا لپاره په خپله تازه ستراتیژي کې د افغانستان د راتلونکې ثبات ته ژمن دی.