کابل ورځپاڼو د امریکا د ستراتيژۍ په اړه نظرونو او غبرګونونو ته کتنه کړې

کابل چاپ ورځپاڼو يه خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ او په اړه یې د نظرونو او غبرګونونو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله کې لیکلي، د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتېژي بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

په سرمقاله کې راغلي که څه هم د افغان حکومت مشرانو او د سیمې یو شمېر هېوادونو لکه هند له دغه ستراتېژۍ ملاتړ وکړ، خو یو شمېر نورو بیا په یاده ستراتېژۍ کې د ځینو ستونزو او ابهاماتو له کبله دغه ستراتېژي ناکامه بللې او په وړاندې یې منفي غبرګون ښودلی دی.

سر مقاله لیکونکي له دې ډلې د چین او روسیې نوم اخیستی لیکلي، چین د پاکستان په وړاندې د امریکا په دریځ انتقاد کړی او روسیې دغه ستراتېژي د یو تازه ناورین زېږونکې بللې ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکي، ملت باید هغو کسانو ته وخت ورنه کړي چې د ترهګرۍ ضد پالیسې ناسمه بولي.

هېواد لیکلي، دا څرګندونې د یو شمېر رسنیو او هغو سیاسیونو له خوا دي، چې نه د ولس د خیر ښېګڼې دي او نه د هېواد لپاره کومه طرحه لري.

په سرمقاله کې راغلي ولس باید په ملي او مدني هڅو، غونډو او کنفرانسونو کې د داشان ملي حاکمیت ضد کسانو پر وړاندې غږ پورته کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور دا شان کسان د پاکستان، چین، ایران او روسیې په شمول د افغانستان د تاریخي دښمنانو د ګټو د دوام لپاره کار کوي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپلې ننۍ ګڼه کې د امریکا د نوې ستراتېژۍ په غبرګون د پاکستان د اندېښنو په اړه یوه مقاله چاپ کړې ده.

په مقاله کې راغلي، پاکستان لا د دغه ستراتېژۍ تر اعلان دمخه د ټرمپ واک ته په رسېدو سره وارخطا و.

ځکه د مقاله لیکونکوکي په خبره دوی پوهېدل چې له ناورین نه د افغانستان د وتلو په خاطر به د ټرمپ ستراتېژي په هیڅ وجه د پاکستان په ګټه نه وي.

د مقالې لیکوال په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي لیکي، افغانستان اوس په یوې ښې او تهاجمي ډیپلوماسۍ سره کولی شي چې پر پاکستان د نړیوالو مرستې ودروي او لا یې څنډې ته کړي.

او باید چې افغان مشران دا فرصت له لاسه ورنه کړي.