بشري حقونو په کابل کې پر جومات حمله جنګي جنایت بللی

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان «هیومن رایټس واچ» په کابل کې د "امام زمان " پر جومات حمله جنګي جنایت بللی دی.

د دې سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امام زمان پر جومات حمله د جګړې له قوانینو څرګنده سرغړونه او جنګي جنایت دی.

د حملې مسئولیت په افغانستان کې د داعش د وسله والې ډلې ملګرو اخیستی دی.

د هیومن رایتس واچ د افغانستان د چارو څارونکې پتریشا ګروسمن ویلي:

"د عبادت پرځای، د لمانځه پرمهال حمله وحشتناک جنایت دی چې په یوه ځای د ډېرو خلکو د وژلو لپاره ترسره شوی دی."

د اګست په لومړۍ نېټه، په هرات کې د شیعه ګانو پر یوه مسجد په حمله کې چې د هغې مسئولیت هم داعش اخیستی و، شل تنه ووژل او تر دېرشو زیات زخمیان شول.

د بشري حقونو د دې سازمان په حواله، په افغانستان کې په تېر یوه کال کې پر مذهبي اقلیتونو، په ځانګړي ډول شیعه ګانو انتحاري اوبمي حملې زیاتې شوې دي.