روغتیا وزارت: پر جومات حمله کې ۲۰تنه وژل شوي داعش یې هم مسؤلیت منلی

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل ښار د يوولسمې حوزې اړوند د قلعه نجارا سېمه د "امام زمان" پر جومات برید کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د عامه اړېکو رئیس اسماعیل کاووسي ازادي راډيو ته وویل چې وژل شوي او ټپیان تر ډېره ملکي وګړي دي. د کابل د ګارنیزیون قوماندان افضل امان په سیمه کې رسینو ته وویل چې د لومړني معلوماتو له مخې د "امام زمان" پر جومات شوي بريد کې ۱۰ تنه وژل شوي چې په ۵ په کې ښځې دي او ۲۳ ټپیان دي. ویډیو او ايډیټ: ولي سباوون