روغتیا وزارت: پر جومات حمله کې ۲۰تنه وژل شوي داعش یې هم مسؤلیت منلی

د کابل ښار د يوولسمې حوزې اړوند د قلعه نجارا سېمه د "امام زمان" پر جومات برید کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د عامه اړېکو رئیس اسماعیل کاووسي ازادي راډيو ته وویل چې وژل شوي او ټپیان تر ډېره ملکي وګړي دي.

نوموړي وویل، ممکن د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ شي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په بريد کې لس تنه وژل شوي ۳۰ ټپیان شوې دي.

د دغه برید مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

  • پخواني معلومات:

په کابل کې نن په قلعه نجارا سیمه کې د اهل تشیع پر یوه جومات ډله ییزه حمله د ټولو بریدکوونکو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.

د کورنیو چارو د وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل، برید کوونکي څلور کسان وو چې یوه يې چاودنه وکړه او درې نور يې افغان سرتېرو ووژل.

د نوموړي په خبره په دې حمله کې لس ملکي وګړي وژل شوي دي.

ښاغلي دانش وویل، درې پولیس هم وژل شوي او امنیتي ځواکونه توانیدلي چې څه د پاسه ۱۰۰ کسان وژغوري.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دا برید غندلی دی او ویلي دي چې تروریستان نشي کولی په دا ډول بشریت او اسلام ضد اعمالو سره د افغانانو یووالی مات کړي.

اسوشیټېډ پریس اژانس وايي، په افغانستان کې داعش پورې تړلې ډلې د کابل د ننني برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

  • پخواني معلومات:

د کابل د ګارنیزیون قوماندان افضل امان په سیمه کې رسینو ته وویل چې د لومړني معلوماتو له مخې د "امام زمان" پر جومات شوي بريد کې ۱۰ تنه وژل شوي چې په ۵ په کې ښځې دي او ۲۳ ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه چې ښايي د مړو شمېر لوړ شي.

  • پخواني معلومات:

افغان چارواکي وايي چې وسله والو مخالفینو د کابل ښار د يوولسمې حوزې اړوند د قلعه نجارا سېمه کې د "امام زمان" پر جومات بريد کړى.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل چې په دې برید کې دوه پولیس وژل شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې تر اوسه ورته له دې پېښې ۱۱ ټپیان او دوه جسدونه ور وړل شوي دي.

نوموړي وویل چې د پېښې اکثره قربانیان ملکي وګړي دي.

امنیتي چارواکي وايي چې وسله وال تکیه خانې(د اهل تشیوع جومات) ته ننوتلي دي.

عیني شاهدان وايي چې د انتحاري حمله کوونکو شمېر څلور وو چې لومړی انتحاري حمله شوې ده او ورپسي درې برید کوونکي جومات ته ننوتلي دي او لا هم په سېمه کې ډزې روانې دي.

پېښه د جمعې لمانځه پر مهال شوې ده او ویل کېږي چې په جومات کې له ۱۰۰ ډېر کسان یرغمل نیول شوي دي.

تراوسه د دې برید مسؤلیت په رسمې ډول چا نه دی منلی.

پخواني معلومات:

د کابل ښار په خیرخانې کې د قلعه نجاران سیمې په یوه جومات "امام زمان" کې ځانمرګی برید شوی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او خال خال ډزې روانې دي.

نوموړي وویل چې دغه برید تلفات لري خو د دقیق شمېر په اړه يې څه ونه ویل.

لومړني معلومات وايي چې وسله وال تکیه خانې(د اهل تشیع جومات) ته ننوتلي دي.

یوولسمه حوزه کې امنیتي چارواکي هم د برید پخلۍ کوي او وايي، ځانمرګی برید شوی، خو نور معلومات نه لري.

تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

  • پخواني معلومات:

افغان امنیتي چارواکي تائیدوي چې د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې وسله والو پر یوه جومات حمله کړې ده.

د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست ویاند نجیب دانش شېبه مخکې ازادي راډیو وویل چې په قلعه نجارا سیمه کې وسله وال د امام زمان په نوم جومات ته داخل شوي دي.

د هغه په خبره امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده او نښته دوام لري.