د پاکستان بهرنیو چارو وزیر به یو شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړي

ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یو شمېر خپلو ملګرو هېوادونو ته سفرونه وکړي چې د دغه هېواد په وړاندې د امریکا د انتقادونو په برخه کې د اسلام اباد لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پر پاکستان انتقاد کړی چې په‎دغه هېواد کې یې تروریستانو ته پناه ځایونه ورکړي دي.

د پاکستان د ملي امنیت کمېټې چې د دغه هېواد لوړ پوړو سیاسي او پوځي مشران ګډون په‎کې درلود، د پنجشنبې په ورځ تر څلور ساعته غونډې وروسته د امریکا د دې انتقاد په وړاندې لومړنی رسمي غبرګون وښود او هغه یې رد کړه.

په هغه اعلامیه کې چې تردې غونډې وروسته خپره شوه راغلي چې خواجه اصف بجوه به د سفرونو لړۍ له چین څخه پیل کړي.

ویل شوي نوموړی به د چین چارواکو ته د دې موضوع په اړه د پاکستان لیدلوری روښانه کړي.

په دې غونډه کې دا پریکړه هم شوې چې خواجه اصف بجوه به د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ریکس ټیلرسن سره د ژمنې سره سم واشنګټن ته سفر وکړي او د جنوبي آسیا په اړه د امریکا پر نوي تګلارې به بحث ورسره وکړي.

دا یادونه شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر به د چین تر سفر وروسته واشنګټن ته ځي.

په اعلامیې کې د دغو سفرونو د وخت او د نورو هېوادونو د نومونو په اړه څه نه‎دي ویل شوي.