مټېس: روسیه هڅه کوي په زور سره نړیوال سرحدونه له سره وویشي

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر روسیه تورنه کړې چې هڅه کوي په زور سره نړیوال سرحدونه له سره وویشي.

جېمز مټېس همدا راز ویلي چې واشنګټن په فعاله توګه او کراین ته د نوې دفاعي وسلې د ورکولو په فکر کې دی.

ښاغلي مټېس ټینګار کړی چې متحده ایالات به د مسکو په لاس له روسیې سره د اوکراین د کریمیا ټاپو وزمې یوځای کول ونه مني.

د امریکا دفاع وزیر دا خبرې پرون په کیف کې له پخواني شوروي اتحاده د اوکراین د خپلواکې د ترلاسه کولو په شپږویشتمه کلیزه کې وکړې.

جېمز مټېس د امریکا متحده ایالتونو لومړنی دفاع وزیر دی چې په وروستیو لسو کلونو کې له اوکراین لیدنه کړې ده.