پاکستان د امریکا متحده ایالتونو تورونه رد کړي

پاکستان د امریکا متحده ایالتونو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې متحده ایالات باید خپلې هڅې په افغانستان کې د جنګیالیو د پټنځایونو په له منځه وړلو متمرکزې کړي.

امریکا وايي، پاکستان تروریستانو ته په پناه ورکولو سره غواړي د افغانستان جګړه اوږده کړي.

د پاکستان د ملي امنیت کمېټې پرون په یوه بیان کې خپل پخوانی شکایت تکرار کړی او ویلي یې دي چې متحده ایالاتونه د افغانستان په جګړه کې د خپلې ماتې د پټولو په خاطر پاکستان ملامتوي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د پوځ مشر له ګڼو نورو چارواکو سره پرون د ملي امنیت د کمېټې غونډه درلوده.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ګواښ کړی که پاکستان همداسې د تروریستانو پټولو ته دوام ورکړي او د افغانستان نا امنه کوونکي تروریستي ډلې په خپلو پولو کې ونه ځپي ډېر څه به له لاسه ورکړي.

هغه وار له مخه له پاکستان سره د میلیاردونو ډالرو د مرستې پالیسۍ بدلې کړي.