ساندرس: افغانستان کې د امریکایي سرتېرو حضور شرایطو پورې تړلې

سپینه ماڼۍ یو ځل بیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د حضور دوام د دغه هېواد په شرایطو پورې تړلی دی.

د سپیني ماڼۍ ویاندې سارا ساندرس تېر ماښام په واشنګټن کې یوې خبري غونډي ته وویل، په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د پاتې کېدو لپاره مهال‎ویش نه‎دی ټاکل شوی او تر ډېره د هغه هېواد پر وضعیت تمرکز کېږي.

د امریکا دغه پریکړه د روسیې د ناخوښۍ سبب شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي بې‎هوده بللې ده.

سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې د افسوس وړ خبره دا ده چې د امریکا په نوي ستراتیژۍ کې د زور پر کارولو تمرکز شوی دی او دا به د ده په باور د افغانستان روان وضعیت آرام نه‎کړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اوونۍ په سر کې د افغانستان لپاره د نوي ستراتیژۍ په اعلان سره ویلي چې تر هغو به په افغانستان کې مبارزې ته دوام ورکوي، څو وسله‎والې ترهګرې ډلې وځپي.

لاوروف پر دې سربیره هغه ادعاوې رد کړې چې وایي روسیه د طالبانو ملاتړ کوي.