د پاکستان صدراعظم افغانستان په اړه یو شمېر چارواکو سره غږېدلی

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي نن د خپل پوځ له رهبرۍ او یو شمېر ملکي چارواکو سره پر دې چې اسلام اباد د افغانستان په اړه د امریکا ستراتيژۍ ته څرنګه ځواب ورکړي، خبرې وکړې.

د پاکستانۍ ورځپاڼې [ډان] په حواله، د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه او د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف نن د پاکستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې ګډون درلود.

د امریکا جمهور رئيس ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ستراتېژۍ د اعلان په وینا کې پاکستان ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې واشنګټن نور دا نه شي زغملای چې اسلام اباد د افغانستان د طالبانو په څېر سخت دریځو ډلو ته پناه ورکوي.

پاکستان دا تور رد کړی دی.