جارد کوشنر د اسرائیل او فلسطین له مشرانو سره ګوري

د سپینې ماڼۍ سلاکار جرد کوشنر به نن په بیت المقدس او رام‎الله کې د اسرائیل او فلسطین له مشرانو سره وګوري.

کوشنر په بیت المقدس کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې کوي او بیا به د فلسطیني ادارې له مشر محمودعباس سره د خبرو لپاره رام‎الله ته ولاړ شي.

رپوټونه وايي چې د منځني ختیځ د سولې د پروسې په ارتباط د ستر بري هيلې کمې دي.

جرد کوشنر د امریکا د ولسمشر زوم دی. هغه په منځني ختیځ کې د سولې د هڅو د ملاتړ لپاره له یوه پلاوي سره سیمې ته تللی دی.

د دې پلاوي غړو د مصر، سعودي عربستان، قطر او اردن له چارواکو سره هم خبرې کړي دي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي پرون ورغلي پلاوي ته د امریکا له دې پرېکړې چې له قاهرې سره کلنۍ مرستې یې کمې کړې او د مرستو یوه برخه یې ځنډولې، سر ټکولی دی.