نېکلسن: د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې پروګرامونه به زیات شي

په افغانستان کې د امریکايي او اروپايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن وايي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې پروګرامونه به زیات شي.

جنرال نېکلسن نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دې لپاره به د افغانستان د حربي پوهنتونو او د پوځي زده‎کړو په موسسو کې د ناټو د سلاکارانو شمېر زیات، هوايي ځواک به پیاوړی او زیات سپېشل فورس یا ځانګړي ځواکونه به روزل شي.

جان نیکلسن زیاته کړه:

"موږ به په افغانستان کې ناکام نه شو. زموږ ملي امنیت، د افغانستان او زموږ د ټولو شریکانو او متحدانو امنیت پر دې متکي دي. طالبانو ته ساده انتخاب پرېږدم او هغه دا چې د خپلو وطنوالو پر ضد جنګ بند کړئ!"

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو قوماندان څرګنده کړه چې تروریستانو ته د واشنګټن پیغام ډېر واضح دی او په اسلام اباد کې د امریکا سفیر پاکستاني چارواکو ته هم رسولی دی.