نیکلسن: هڅه کوو چې د ترهګرو ملاتړ کوونکي له خپلو کړنو راوګرځوو

په کابل کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، د ترهګرو د ملاتړ کوونکو په وړاندې او هغوی چې په افغانستان کې د امریکا ګټې ګواښي د امریکا د متحده ایالاتو دريځ روښانه دی.

دی وايي، امریکا هڅه کوي چې د ترهګرو ملاتړ کوونکي د خبرو اترو له لارې له خپلو کړنو راوګرځوي.

جنرال جان نېکلسن چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل چې طالبان باید دغه‌شان تر فشار لاندې ونیول شي.

ښاغلي نېکلسن وویل چې داعش په افغانستان کې فعالیت لري، خو د ده په خبره دغې ډلې په ننګرهار کې ماته خوړلې.

جان نېکلسن وروسته تر هغې دغه څرګندونې کوي چې د سې شنبې په ورځ امریکا د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه.

په دغې ستراتېژۍ کې پر پاکستان فشار راوړل شوی چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.