افغانستان او امریکا د یوه تړون د تطبیق سند لاسلیک کړ

افغان ولسمشر د یوه سوله‎ییز، باثباته او سوکاله افغانستان د جوړولو په هدف د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو د یوه تړون د تطبیق سند لاسلیک کړ.

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې د افغان ولسمشر له قوله لیکلي چې په افغانستان کې وروستیو حالاتو دغه هېواد په سیمه کې په یوه مهم هېواد بدل کړی او باید د امریکا او افغانستان ترمنځ د همکاریو د تړون پر اساس د حکومت پرېکړې یو په یو تطبیق شي.

د افغانستان او امریکا د همکاریو د تړون د تطبیق په هدف په ارګ کې غونډه شوې چې په‎کې په لوړپوړو افغان چارواکو سربېره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر او د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان برخه اخیستې ده.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو تړون د څلورو کمېټو له‎خوا د ښې حکومتوالۍ، سولې، امنیت او اقتصاد په برخو کې پر مخ وړل کېږي.

د دغه تړون پر اساس افغان حکومت هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۲۰۰ ژمنې پوره کړي.

د امریکا شارژدافیر هوګو لارنس او د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د افغان حکومت پرمختګونه ستایلي او د موجوده تړون پر تطبیق‌یې ټینګار کړی دی.

د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو د همکارۍ په تړون کې د اصلاحاتو او د فساد د ورکولو په څېر په هغو مواردو ټینګار شوی چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې هم ورته اشاره شوې ده.